دخپریدو نیټه :جمعه ۵ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۴۱
د مطلب کود : 152097
داعش او طالبان؛ په افغانستان کی د جنګ نائبان

د جوزجان ولایت قوش تپه ولسوالی کی د داعش او طالب ډلو ترمنځ نښتی همداسی روان دی. د سه شنبه په ورځ د داعش ډلی دوه کسان د ښځینه چادری څخه په ګټه اخیستنی سره د طالبانو باندی د قوش تپه ولسوالی چقمه جقور کلې کی برید کړی او ۱۵ طالبانو یی وژلی دی.

د رسنیو په ګزارش سره، د جاری اونۍ د شروع څخه، د زرو طالبانو په شمیر داعش پایګاوو باندی د قوش تپه او درزاب ولسوالیو کی برید کړی دی. سیمه ایز چارواکی په فاریاب کی وایی چی طالبانو ځواکونو شمیر په دی برید کی نږدی زرو مجهز جنګیدونکو ته رسیده چی مخکی تر مخکی ټاکل سوی برنامی په اساس د هلمند، فراه، بادغیس، غور او فاریاب ولایتونو څخه په دی برید کی برخه واخیسته.

په افغانستان کی نښتی، هغه هم په دی شدت او پراختیا سره، هر یو حیرانه کوی او دا پوښتنه یی په فکر کی راځی چی څنګه هغه هیواد چی خلګ یی خپل دولت او نظام لری او د ۱۴ح غربی قدرتونو ته نږدی ملاتړ کوونکی د دولت سره یوځای په دی هیواد کی حضور لری او ساعت په ساعت د افغانستان دولت څخه خپل ملاتړ اعلانوی، دوه متخاصم مسح ډلی دومره پياوړتیا ته ورسیږی چی د دولت په شتون، ځینی سیمی په اختیار کی ولری او هر وخت چی زړه یی وغواړی د یو بل په وړاندی د جنګ اعلان وکړی او په مدرن او پرمختللی اسلحو د یو بل پروړاندی لشکر کشی وکړی؟!

په هیواد کی سیاسی-نظامی مسائلو پوهان د ډیر وخت راهیسی ځینی حقیقتونه مطرح کړی دی چی نن دوه نامشروع قدرتونه یعنی طالبان او داعش د خارجی ملاتړو سره یو د بل په وړاندی قرار نیولی دی، هغه حقیقتونو ته رسیږو.

په افغانستان کی د داعش ډلی فعالیتونو د شروع څخه چی ۴ څخه تر ۵ کال پوری رسیږی، پوهان ددی نطفه څخه نیوکی کولی چی په افغانستان کی د آمریکایانو په هڅه مخته ځی او پوهان خبرداری ورکولی؛ تردی ځایه چی د امریکایانو او نظام دننی مهرو چی آمریکایانو سره اړیکه لری په مرسته، داعش په افغانستان کی ځای پرځای سوه او آمریکایانو جدی او دوامدار ملاتړ سره، هر ورځ او هر میاشت او هر کال، د هغوی قدرت نورهم ډیریږی؛ تردی چی نن یو تناور ونې باندی بدل سوی دی، چی په راحتی سره د افغانستان دولت او هم طالبانو په وړاندی دریدلی دی.

له بلی خوا طالبان هم داعش څخه لږ نه دی او لکه څنګه چی په خبرونو کی اورو د یو زر کسیزو مجهز ځواک سره په جوزجان کی د داعش پر قلمرو باندی برید کوی او دولت او په سیمه کی میښت کسان چالش سره مخ کوی او اندیښمند کوی.

پوهان په دی باور دی چی داعش او طالبانو جنګ په افغانستان کی او د هغوی صف جوړونی په دی شکل سره، یو داخلی او ساده نښته نه دی چی دوه داخلی مسلح ډلو ترمنځ منځته راغلی وی او مرکزی دولت جدی برید سره دواړه لوری تار او مار سی.

د پوهانو په باور، دا جنګ مخکی له دی چی یو افغانانو ترمنځ یو داخلی نښته وی، یو نیابتی جنګ د دوو استعماری قدرتونو یعنی آمریکایانو او پاکستانیانو ترمنځ دی چی د دطالبانو او داعش په وسیله اعمال کیږی.

بناپردی، روسیه هم بیکار نه دی ناست او پاکستان سره هملوری کیدو سره، د افغان طالبانو څخه ملاتړ لپاره په دی جنګ کی ګډون کړی او آمریکایان پلانونو خنثی کولو لپاره، په افغانستان کی داعش جنګی ماشین درولو په لټه دی.

بنا پردی، داعش او طالبانو جنګ په افغانستان کی یو نیابتی جنګ دی او ددی جنګ ادامه اصلی دلیل د افغانستان جغرافیایی مرزونو څخه دباندی تروریستی ډلو څخه ملاتړ دی.

https://avapress.com/vdcjh8evauqeiyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته