کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار خوږیاڼو کې یو ځل بیا د داعش او طالبانو جګړې زور اخیستی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 عقرب 1396 ساعت 12:29


د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په وزیرو تنګي سیمه کې د داعش ډلې او طالبانو تر منځ سخته جګړه پیل شوې چې د سیمه ییزو چارواکو د وینا له مخې دواړه خواوې د یو بل پر وړاندې له درنو وسلو هم کار اخلی.

د خوږیاڼو ولسوال مبارز خادم امریکا غږ ته وویل:" د سپرې ساحه کې سخت جنګ دی، طالبانو پر داعش حمله کړې ده او داسې راپورونه دي چې د سپرې سیمه طالبانو له داعش نه نیولې ده".

نوموړی وايي چې د معلوماتو له مخې یې وسله وال طالبان له نورو سیمو او ولسوالیو نه راټول شوي او پر داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې یې برید کړی.

د سیمې یو محلي پولیس امریکا غږ ته وویل چې په سپرې سیمه کې سخته جګړه ده او د درنو وسلو بریدونه کېږي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي چې په جګړه کې دواړه غاړې مرګ ژوبله لري خو تر اوسه کره مالومات نه دي ور رسېدلي.

نوموړی وايي چې د داعش او طالبانو د جګړو څخه په ګټه اخیستنې سره د افغان او بهرنیو ځواکونو هوايي عملیات هم په سیمه کې پیل شوي چې د دواړو ډلو وسله وال په نښه کړي.

تر اوسه طالبانو یا داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په دې اړه رسنیو ته څه هه دي ویلي.

د خوږیاڼو په وزیرو کې د تېرو دوو اونیو راهیسې حالت خراب شوي چې د طالبانو او داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې ترمنځ جګړو کې سلګونه کورنۍ هم بې ځایه شوي دي.


د مطلب کود: 152125

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/152125/ننګرهار-خوږیاڼو-کې-یو-ځل-بیا-د-داعش-او-طالبانو-جګړې-زور-اخیستی

آوا
  https://www.avapress.com