دخپریدو نیټه :شنبه ۶ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۱۴
د مطلب کود : 152162
په سلهاوو زره افغانی د سرتیرو خوراک او تیلو مصرف پیسو څخه اختلاس سوی دی
په جوزجان کی ځینی سرچینی وایی چی د قوش تپه پولیسو قوماندی سرپرست د داعش تجهیز سربیره، په میاشت کی ۴۰ زره افغانی د پولیس ځواکونو خوراک او تیلو پیسی په جیب وهی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، یو معتبر سرچینه چی د نوم ښودلو څخه منع کړی دی وایی چی حکومت داسی کس د قوش تپه ولسوالی پولیسو قوماندی سرپرست ټاکلی دی چی نه یواځی نظامی سواد نه لری، بلکه د داعش څخه هم ملاتړ کوی.

دا سرچینه و سلام وطندار ته وویل چی امنیتی ځواکونه په دی ولسوالی داعش باندی د ډزو اجازه نه لری او په همدی دلیل، دا ډله هر ورځ پیاوړۍ کیږی.

له بل لوری، ددی خبری په تائید سره وایی چی عزت الله وردم، هغه تجهیزات چی د هغوی په اختیار کی باید وی داعش ځواکونو ته ورکوی او په ټولو قضایاوو کی، د هغه لاس دی.

حفیظ الله ندرت، د جوزجان ولایتی شورا غړۍ هم وایی چی عزت الله وردم، د قوش تپه ولسوالی پولیسو قومانده داعش تجهیزوی او په میاشت کی ۴۰۰ زره افغانی د پولیسو خوراکی توکو او تیلو څخه په جیب وهی.

هغه ادعا لری چی ښاغلی وردم غواړی هغه ترور کړی او هغه کس چی ددی کار لپاره مامور سوی وو د امنیتی ملی له لوری نیول سوی دی او اعتراف یی کړی دی.

خو عزت الله وردم دا خبری ردوی او وایی چی ددی لپاره چی د حفیظ الله ندرت غیری قانونی غوښتنو ته منفی ځواب ورکړی دی، د هغه په وړاندی داسی توطئه جور کړی دی.

فقیر محمد جوزجانی، د جوزجان پولیسو قومانده هم وایی چی د سرتیرو خوراکی مواد او تیل دقیق او نوملړ له لوری ویښل کیږی او هیڅ چا ته اجازه نه ورکوی چی د سرتیرو په حق کی تیری وکړی.

https://avapress.com/vdcceiqsi2bqps8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته