دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۴
د مطلب کود : 152192
طالبانو په کندوز کې د یوې پوستې ۱۳ پولیس وژلي

کندوز– خان آباد ولسوالۍ پر لویه لار طالبانو تېره شپه د یوې پوستې ۱۳ پولیس وژلي دي.

د خان آباد ولسوالۍ ولسوال حیات الله امیري ویلي، چې طالبانو تېره شپه د خان آباد ولسوالۍ د ادم خان سیمې پر پوسته ډله ییز برید کړی، چې په کې د دې پوستې ۱۳ پولیس وژل شوي او یو پولیس بریالۍ تېښته کړې ده.

د امیري په خبره؛ طالبانو له دې پوستې یو هاموي ټانګ، درندې او سپکې وسلې او د پوستې ټول مهمات له ځان سره وړي دي.

طالبانو هم پر یادې پوستې د برید پخلی کړې؛ د قومندان ګلبدین په ګډون یې د ۱۷ پولیسو اغو اربکیو د وژلو ادعا هم کړې ده.

خان آباد د کندوز ښار په ۲۵ کیلومترۍ کې پرته ولسوالي ده، چې ډېرې سیمې یې د طالبانو په ولکه کې دي.

کندوز له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې د طالبانو د پراخو بریدونو شاهد دی.

د تېرو درې کلونو په بهیر کې کندوز ښار دوه ځلې طالبانو نیولی و، چې په درې ورځو کې یې د امنیتي ځواکونو وسلې او مهمات لیرې پرتو سیمو ته ولیږدول او تر دې دمه یې په لیرې پرتو سیمو کې د امنیتي ځواکونو په وړاندې جګړه توده ساتلې ده.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf10dy0w6dtya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته