کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د طالب مشرانو د وژلو په خاطر د امریکا پریکړه او د پاکستان غبرګون

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 عقرب 1396 ساعت 11:54


په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو استخباراتي ادارې او پوځ د طالب مشرانو د وژلو په خاطر پر نویو تګلارو غور کوي، اسلام اباد وایي د طالب مشرانو پر خلاف نور پوځي اقدامات به د سولې لپاره هلې ځلې له خنډ سره مخ کړي.

په اسلام اباد کې د پاکستان حکومت یوه باورې سرچینه رسنیو ته ویلي، چې اسلام اباد لاهم په افغانستان کې د امریکا له پوځي تګلارې سره مخالف دی.

نومړی د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې د طالب مشرانو ځپل به یو ناسمه کار وي ځکه د طالب مشرانو د وژلو ترڅنګ به له طالبانو سره د سولې لپاره مذاکرات ناممکنه وي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه په وروستیو کې ترهګرو پر ضد خپل بریدونه ګړندی کړي او د تازه راپورونو پر بنسټ امریکایي يواځې تیره میاشت ۷۵۱ بمونه د ترهګرو پر مواضعو غورځولي دي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ کابو دوه میاشتې مخکې د افغانستان او سویلي اسیا په اړه د واشنګټن نوې ستراتیژي په ډاګه کړه.

ولسشمر ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ماموریت پر دوام او ترهګرو ډلو پر لمنځه وړلو یې ټینګار وکړ.

نوموړې په همدې حال کې د ترهګرو پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو له هڅو او مبارزې ستاینه وکړه او له افغان حکومت او وویل چې د افغانستان او د افغان پوځ د تقویې په برخه کې به د امریکا مرستې ادامه ولري.

سرچینه:خامه


د مطلب کود: 152240

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/152240/د-طالب-مشرانو-وژلو-په-خاطر-امریکا-پریکړه-او-پاکستان-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com