د وزیر اکبر خان په سیمه کی د چاودنی له امله په لسګونه کسان وژل سوی او ټپیان سوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا چاودنه نن ماسپښین د ۴ بجو په شاوخوا د وزیر اکبر خان څوارلسمی جاده کی رامنځته سوی او دفاع وزارت وویل چی دا برید یو انتحاری برید وو.
د عامه روغتیا وزارت اعلان کړ چی تراوسه ۳ تنه وژل سوی چی یو ښځه هم پکښی وژل سوی دی او ۱۰ تنه نور ټپیان درملنی مراکزو ته لیږدول سوی دی.
ځینی سرچینی ګزارش ورکړی دی چی انتحاری عامل دیو آمبولانس څخه ددی برید لپاره ګټه اخیستی دی هغه موضوع چی تراوسه د دولتی او رسمی سرچینو له لوری نه تایید سوی.
د دفاع وزارت وایلی دی چی ددی برید اصلی مقصد ددی وزارت خارجی اړیکو ریاست وو.