کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند کې یوې ۸۵ کلنې ښځه د طالبانو له خوا په وحشتناکه توګه وژل شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 عقرب 1396 ساعت 16:00


په سویل هلمند ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي، په دې ولایت کې یوې ۸۵ کلنې ښځه د وسله والو طالبانو له خوا په وحشتناکه توګه وژل شوې ده.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک وایي، پیښه په وروستیو کې د ګرمسیر ولسوالی په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

نومړی بي بي سي ته ویلي، چې وسله وال طالبانو له یوې ۸۵ کلنې بوډۍ له دولت سره د همکارۍ په تور لومړی لاس او پښې غوڅ کړي او بیا یې وژلې ده.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی چې په سویل هلمند او نورو نا امنو ولایتونو کې سیمه ییز اوسیدونکي د وسله والو طالبانو له خوا له حکومت سره د همکاري په ترو وژل کیږي.

خو په هلمند ولایت کې د یوې بوډی ښځې قتل یوه بې سارې پیښه ګڼل کیږي.

هلمند د افغانستان په سویل کې د هېواد له ناامنه او د طالبانو د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.


د مطلب کود: 152448

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/152448/هلمند-کې-یوې-۸۵-کلنې-ښځه-د-طالبانو-له-خوا-په-وحشتناکه-توګه-وژل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com