کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غور پوهنتون کی د استاذانو غیری حاضری څخه د زده کوونکی نارضایتی

11 عقرب 1396 ساعت 17:49

د غور پوهنتون زده کوونکی د استاذانو نه حضور څخه په صنفونو کی نیوکی کوی او ناراضه دی.


 

 

د آوا په ګزارش سره، د غور پوهنتون ځینی اوسیدونکی وایی: دوهم خزانی سمستر شروع سره، ډیر استاذان یی د زده کړی ادامه لپاره هیواد څخه وتلی دی.

هغوی وایی: هغه کسان چی د استاذانو پرځای تدریس کوی، د څلورم کال زده کوونکی او یا هم غیری مسلکی کسان دی.

دا زده کوونکی د مسلکی استاذانو نه شتون په پوهنتون کی خپل حق په وړاندی لوی جفا بولی.

خو عطاءالله فاضل؛ د غور پوهنتون مشر خارج ته د استاذانو لیږد اندیښمند نه بولی او وایی: ددی استاذانو پرځای د غور ښه ترینو علمی کادرونو څخه ګټه اخلی.

د غور پوهنتون مشر وایی: د هغوی یواځنۍ مشکل د درسی مکان نه شتون او کتابتون او انترنت ته د زده کوونکو لاسرسې نه درلودل دی.

په اوس حال کی ۲۰ تنه استاذان د غور پوهنتون څخه د زده کړی ادامی لپاره هیواد څخه بهر تللی دی. د غور پوهنتون ۱۳۰۰ تنه زده کوونکی لری.


د مطلب کود: 152459

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/152459/په-غور-پوهنتون-کی-د-استاذانو-غیری-حاضری-څخه-زده-کوونکی-نارضایتی

آوا
  https://www.avapress.com