دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۱۰
د مطلب کود : 152619
سیګار: د افغان ځواکونو لخوا پر خپلو ملګرو او امریکايي ځوکونو بریدونه زیات شوي

سیګار رپوټ وايي د افغانستان پوځیانو ته د امنیتي مسوولیتونو له سپارلو وروسته،د افغان ځواکونو لخوا پر خپلو ملګرو او امریکایي ځواکونو باندې کورني بریدونه په جدي ستونزې بدل شوي.

د افغانستان د بیارغاونې په چارو کې د امریکا ځانګړي څارونکي خپل نوي رپوټ کې ویلي چې یوازې د ۲۰۱۷ جنورۍ له پیله د اګست تر ۱۵ پورې کابو ۵۴ خودي بریدونه ثبت شوي، چې له دې څخه اته څلویښت بریدونه د افغانستان په پوځیانو او شپږ نور یې امریکایي ځواکونو باندې ترسره شوي.

له دې وړاندې دا ډول بریدونه ددې سبب شول چې د یوې لنډې مودې لپاره ناټو د افغان امنیتي ځواکونو سره مشترک فعالیتونه بند کړي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د ګڼو سیمو امنیتي مسولیت افغان ځواکونو ته سپارل شوی، په هیواد کې په وروستیو څو میاشتو کې ناکرارۍ زیاتې شوې دي. اخوا بیا د بشري حقونو د څار ډلې په دې ناکراریو کې د ولسي افغانانو د مرګ ژوبلې زیاتیدو اندېښمنې کړې او بیا بیا یې په جګړه کې له ښکیلو خواوو غوښتي دي چې د ولسي خلکو د مرګ ژوبله مخه دې ونیسي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjv8evhuqeimz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته