دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۲۹
د مطلب کود : 152662
په افغانستان کی د امریکایی ځواکونو خودسره بریدونو څخه د کرزی اندیښنې
حامد کرزی د امریکایی ځواکونو هوایی برید په وړاندی خبرداری ورکړ چی په نتیجه کیی د قندوز ولایت چهار دره ولسوالی کی غیری نظامیانو ته تلفات اوښتې دی.

 

 

د افغان غږ (افغان غږ خبری آژانس) په ګزارش سره، حامد کرزی؛ د هیواد پخوانۍ ولسمشر د یو اعلامیی په خپرولو سره د آمریکایی ځواکونو اخیر هوایی بریدونو په وړاندی غبرګون سره وایی: په قندوز کی د امریکایی ځواکونو هوایی بریدونو له امله ښځې او کوچنیان ټپیان سوی دی.

د قندوز په ولایت کی مسئوولین وایی چی د امریکایی ځواکونو برید په نتیجه کی ۱۴ تنه ملکی کسان ژوند له لاسه ورکړی دی.

د قندوز ولایتی شورا غړۍ ویلی دی چی په دی برید کی ۱۳ تنه نور ټپیان سوی دی او ټول وژل سوی او ټپیان غیری نظامیان دی؛ که څه هم ځینی مسئولین په قندوز کی دا خبره ردوی.

د حامد کرزی په وینا دا هوایی بریدونه بشر پرضد اقدام وو او هغه دا عمل په سخت توګه غندي.

حامد کرزی همدارنګه غواړی چی ددی قضیی په اړه هراړخیزه څیړنی صورت ونیسی او عاملین یی مجازات سی.

https://avapress.com/vdch-inzi23nm-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته