کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان ۱۳۹۷ مالی کال ملی بودجه سنا مجلس ته وړاندې سو

16 عقرب 1396 ساعت 17:42

د مالیه وزیر تیره ورځ د ۱۳۹۷ مالی کال ملی بودجې مسوده مشرانو جرګه ته ارایه کړ.


 

د آوا په ګزارش سره، اکلیل حکیمی؛ د مالیی وزیر تیره ورځ د عقرب په ۱۵ نیټه د داکتر فاروق وردک، پارلمانی چارو کی د دولت وزیر د ۱۳۹۷ مالی کال ملی بودجې مسوده مشرانو جرګه ته په رسمی توګه ارائه کړ او په دی اړه سناتورانو ته معلومات ورکړ.

د ۱۳۹۷ مالی کال ملی بودجه ۳۵۷۶ میلیارد افغانیو ته رسیږی. ۲۶۷ میلیارد افغانی عادی بودجه او ۹۰ میلیارده افغانی یی انکشافی بودجه تشکیلوی. د حکومت سهم د تمویل په برخه کی ۴۷.۵ سلنه دی او نورو د مرستو له لاری تمویلیږی.

د مالیه وزارت وایی: د راتلونکی کال ملی بودجه شفاف، ځوابګو، متوازن او اعتبار وړ دی. ددی وزارت په وینا، همدارنګه د ټولنی حقیتونو ته په کتو سره، موثریت او حکومت لمړیتوبونو او بین المللی معیارونو ته په کتو سره ترتیب سوی دی.

د مالیه وزیر د سناتورانو څخه وغوښتل ترڅو خپل نظریات ددی وزارت سره شریک کړی ترڅو معین وخت کی ولسی جرګه ته وړاندی کړی.


د مطلب کود: 152707

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/152707/د-افغانستان-۱۳۹۷-مالی-کال-ملی-بودجه-سنا-مجلس-ته-وړاندې-سو

آوا
  https://www.avapress.com