دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۰۷:۳۸
د مطلب کود : 152724
د طالبانو انتحاری برید د میدان وردک پولیسو تعلیمی مرکز باندی/ ۱۵ تنه طالبان د دری تنه انتحاری کوونکو په ګډون وژل سوی دی

نقیب امینی، د میدان وردک ولایت پولیسو ویاند د افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری سره په تلیفونی اړیکه کی وویل: تیره شپه یو ۱۵ کسیزه مسلح طالبانو ډله ددی ولایت پولیسو تعلیماتو مرکز باندی برید وکړ چی د یو ساعت نښتې وروسته طالبان ماته خوړلې او برید یی شنډ کړل سو.

 

امنیتی زیاته کړه، طالبان په لمړیو کی د یو موټر چی د چاودیدونکو توکو څخه ډک وو، ددی تعلیماتی مرکز دروازی مخته چاودیدو سره غوښته چی ددی تعلیماتی مرکز ساختمان ته دننه سی خو د امنیتی ځواکونو مقاومت سره مخ سو.

هغه وویل: په دی نښته کی د دری انتحاری کوونکی په ګډون، ټوله ۱۵ تنه طالبان وژل سوی او امنیتی ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتې.

https://avapress.com/vdcgxx9qtak9nu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته