دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۰۷:۳۹
د مطلب کود : 152725
د هرات ولایتی شورا غړۍ ترور قضیه څیړلو لپاره د اجرایی رئیس امر صادریدل
عبدالله عبدالله، د هیواد اجرایی رئیس امنیتی ارګانونو ته امر کړی دی ترڅو د هرات ولایتی شورا غړۍ ترور قضیه په جدی توګه وڅیړې او ددی جنایت عاملین قانون و پنجه ته وسپاری.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، اجرایی رئیس په یو بیانیه کی ویلی دی چی هغه د ښاغلې عفیف جمشیدی سره د کلونو راهیسی په اړیکه او نږدی همکاری کی وو او ښاغلې جمشیدی یو وطن دوست او خلګو غمخواره شخصیت وو او نه شتون یی یو لوی ضایعه بلل کیږی.

سیمه ایز او امنیتی چارواکی په هرات ولایت کی وایی چی تیره ورځ د ماسپښین ۲ بجو په شاوخوا، محمد فاضل عفیف جمشیدی، ددی ولایت ولایتی شورا یو غړۍ د مسلح ناپیژانده کسانو له لوری ترور سو.

تر اوسه کو کس یا کوم ډله ددی ترور مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

محمد فاضل عفیف جمشیدی د محمد قربان زوی او په ۱۳۴۰ کال کی د هرات کشک رباط سنګی ولسوالی یکه درخت کلې کی زیږیدلی دی. جمشیدی د پیلوتی رشته څخه د هوایی پوهنتون ۱۴ صنف څخه فارغ سوی دی.

https://avapress.com/vdchiinzm23nmqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته