دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۸
د مطلب کود : 152728
میدان وردګو کې د پولیسو پر روزنیز مرکز د طالبانو لوی برید په شا وتمبول شو

په مرکز میدان وردګو ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو تیره شپه په دې ولایت کې د طالبانو لوی برید په شا تمبولی دی.

چارواکي زیاتوي، چې ګڼ شمېر وسله والو تیره شپه ناوخته د سید اباد ولسوالی اړوند په توپ دښته سیمه کې د پولیس پر یوه روزنیز مرکز بریدونه پیل کړل چې د امنیتي ځوکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.

د میدان وردګ والي ځونډي ګل زماني وایي، د نښتې پر مهال یواځې وسله وال طالبانو مرګ ژوبله اوښتې او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه ده رسیدلی.

په همدې حال کې امنیتي چارواکي وایي، د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وسله وال د ځانمرګو په ګډون وژل شوي دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړهڅه نه دي ویلي.

میدان وردګو ولایت د افغانستان په مرکز کې د هېواد له نسبتاً ناامنه او د طالبانو د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د دولت ضد وسله والو په وروستیو کې هڅې کوي ترڅو د هېواد په مهمو ښارونو او ولایتونو کې بریدونه ترسره کړي.

د دولت ضد وسله والو تیره ورځ په پلازمینې کابل ښار کې هم د شمشاد راډیو ټلویزیون پر ودانی ډلییز برید کړل چې په ترڅ کې یو تن وژل شوی او کابو ۲۰ نور ټپیان دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcauun6a49nm01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته