په پلازمینې کابل ښار کې امنیتي چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو پاکستان ته د درې بازانو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي، درې تنه قاچاقبران چې غوښتل یې د کابل له لارې پاکستان ته درې بازونه قاچاق کړي، د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې دغه کسان د کابل ولایت اړوند په سروبي ولسوالی کې هغه مهال ونیول شول کله چې غوښتل یې د یوې کړولا ډوله موټر په وسیله پاکستان ته لاړ شي.
د چارواکو په وینا، قاچاق وړونکي دغه بازان په بلخ ولایت کې ښکار کړی وه او غوښتل یې د سروبې له لارې پاکستان ته قاچاق کړي.
چارواکي وایي، ژغورل شوي بازان د امنیتي چارواکو له خوا کابل ژوبڼ ته سپارل شوي او د نیول شویو کسانو دوسیې څارنوالې ته استول شوي دي.
دا لومړی ځل نه ده چې د نادرو حیواناتو د قاچاق مخه نیول کیږي بلکې له دې وړاندې هم ګڼ شمېر کسان د حیواناتو د قاچاق په تور نیول شوي دي.
کابو اوه میاشتې مخکې هم په سویل کندهار ولایت کې یو شمېر قاچاق وړونکي د سرحدي پولیس له خوا هغه مهال ونیول شول کله چې دوی غوښتل له سپین لودک سیمې څخه شپږ زمریان پاکستان ته قاچاق کړي.