دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۲۹
د مطلب کود : 152875
کرملین: پوتین او ترامپ د سوریه لپاره پر یو مشترک بیانیه باندی توافق کړی دی
د کرملین ویاند اعلان کړ چی د آمریکا او روسیه ولسمشران خپل ناسته کی چی په ویتنام کی رامنځته سوی وو، د سوریه ارضی تمامیت او حاکمیت خپل تعهد باندی ټینګار کړی او په سوریه کی نغښتۍ لوریو څخه وغوښتل چی د ژنو سیاسی فرایندو کی ګډون وکړی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دیمیتری پسکوف، د کرملین ویاند د ولادیمیر پوتین او ترامپ د توافق څخه د سوریه پر موضوع باندی یو مشترک بیانیی پرسر خبر ورکړی دی. پوتین او ترامپ د اپک ناستی په څنګ کی، یو بیانیه د سوریه په اړه تایید کړی دی. دا سند د آمریکا او روسیه د کارپوهانو په واسطه جوړ سوی دی او ددواړو هیوادونو خارجه وزیرانو موافقت لاندی قرار نیولی دی. ددی مشترک بیانیه په اساس د سوریه په اړه، ددواړو هیوادونو ولسمشران توافق کړی ترڅو اوسنۍ نظامی اړیکیز کانالونه د آمریکا او روسیه مسلح ځواکونو امنیت ساتلو او همدارنګه د خطرناکو پیښو د مخنیوی لپاره وساتی چی ددواړو هیوادونو همپیمانه ځواکونه د داعش تروریستی ډلی په وړاندی مبارزه وکړی. ددی ګزارش په اساس، پوتین او ترامپ د داعش ماتی باندی هم ټینګار کړی دی.
https://avapress.com/vdcd5x0fkyt0kj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته