دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۱۸
د مطلب کود : 152954
د کندهارـ هرات په لویه لار ترافیکي پیښې کې ۴۲ کسانو ته مرګ ژبله اوښتې

نن سهار شاوخوا شپږ بجې ، د کندهارـ هرات د لویې لارې په اوږدو کې ، د کندهار ولایت ژیړۍ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د احمدشاه ابدالي یو بس موټر له سړک څخه اوښتی او چپه شوی.

د کندهار والي ویاند قدرت الله خوشبخت وايي چې دغه پېښه کې پنځه تنه وژل شوي ۳۷ نورټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې چې د پېښې ټپیان اووژل شوي د کندهار میرویس روغتون ته لېږدول شوي.دا لومړی ځل ندې چې د هیواد په لویو لارو باندې داسي پيښې رامنځته کیږي.

په دغو پيښو کې ډيرې ځلې اصلي ګرم هم موټر چلوونکي بلل کیږي.خو د لویو لار د سړکونو خرابوالي ته که هم پام وکړو نو یو لامل همدا هم کیدای شي چې یا موټرې له خپلې لیکې اوړولي او یا هم د بل موټر سره جنګیږي.

داسي هم ویل کیږي چې موټر چلوونکي د امنیتي ګواښونو له امله موترې تیزي چلوي او په څنګ کې یې ځیني موټر چلوونکي په نشه یي توکو روږدي دي.

خو اوس پوښتنه دا چې ولي دغه ستونزه نه حل کیږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbs5b8arhbs9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته