د هلمند ولایت چارواکي سرګندویی، په یاد ولایت د لښکرګاه په ښارکې یوه چاودنه وشوه.
هلمند ولایت کی یو پولیس وژل شوی او ۸ نور يی ټپيان شوي دی
23 عقرب 1396 ساعت 7:54
د هلمند ولایت چارواکي سرګندویی، په یاد ولایت د لښکرګاه په ښارکې یوه چاودنه وشوه.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولایت د والي ویاند عمرځواک پرون په دی اره رسنیو ټه وویل، دغه برید د جمعې په ورځ د سهار د یوه مازدا موټر په واسطه ترسره شوی دی. دوی وایی، چې یاد چاودنه د لښګرګاه ښار د ۳ حوزې د بولان په سیمه کې د افغان امنیتی پولیسو پوستې تهڅېرمه د یوه موټر بم د چاودنې له امله وه. سرچینو زیاتیوی، چې یاد چاودنې په پایله کې ۱ پولیس وژل شوی او ۸ تنه نور ټپيان شوي دي. ددغه برید پړه ددولت مخالفین طالبانو منلې ده.
د مطلب کود: 153005