دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۳۸
د مطلب کود : 153055
د حقوقپوهانو ټولنه: ولسمشر د قانون خلاف فرمانونه ورکړي

د افغانستان د حقوقپوهانو ټولنه وایي ولسمشر غني د ملي شورا د کاري دورې له پيل وړاندې ۱۴ تقنیني فرمانونه په ناقانونه توګه صادر کړي دي.

دغه ټولنه وایي د افسرانو، بریدملانو او ساتنمنانو د چارو په اړه د ولسمشر فرمان ناقانونه دی او که چیرې خپل فرمان بیرته وانخلي، نو په عدلي او قضایي ارګانونو کې به دعوه پرې وکړي.

دوی دا فرمان د اساسي قانون د ۲۲تمې مادې خلاف بولي.

قانونپوهان وایي ولسمشر غنی په ډيرو مواردو کې د هیواد د اساسي قانون خلاف فرمانونه ورکړي او د پارلمان پر ځاییې د قانون جوړونې دنده ترسره کړې.

همداشان د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ هم ویلي چې ولسمشر غني فرمانونه فساد سره د مبارزې بنسټونو رول تت کړی دی.

ولسمشر ماڼۍ ونه غوښت چې په دې تړاو زموږ خبریال ته توضیحات ورکړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcenx8znjh8n7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته