دغه ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، وايي چې دغه زیرمه د کابل ښار د اومې حوزې په اړوند سیمه واصل اباد کې کشف شوې ده.
د ملي امنیت ریاست وايي چې د دغه ریاست مسنوبانو، په کابل کې د حقاني شبکې د ماینونو او ځانمرګو واسکټونو کشف او ظبط کړي دي.
دغه ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، وايي چې دغه زیرمه د کابل ښار د اومې حوزې په اړوند سیمه واصل اباد کې کشف شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي دي:«له نوموړې زیرمې، ۱۰ کړۍ نښلونکي (مقناطیسي) ماینونه چې له ۱۰ سیټه موبایل سره عیار شوي وو،یو سوب ځانمرګی واسکټ، یو میل تومانچه، او درې کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي.»
ملي امنیت ریاست همدارنګه ویلي، د حقاني شبکې کسانو هوډ درلود چې له دغې زیرمې څخه په کابل کې د ترهګریزو بریدونو لپاره استفاده وکړي.