کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سور صلیب: د یمن یو میلیون وگړي د کولرا له خطر سره مخامخ دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 عقرب 1396 ساعت 21:13


د سره صلیب نړیوال سازمان وایي د یمن شاوخوا یو میلیون وگړي د کولرا ناروغۍ د خپریدو له خطر سره مخامخ دي.

دغه سازمان ویلي دي چې په یمن کې د کولرا ناروغي په دې خاطر د خلکو ژوند گواښي چې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف چې د حوثي یاغیانو پر ضد جنگیږي، پر دې هیواد باندې هوایي او سمندري لارې تړلې دي.

شاوخوا دوه اونۍ مخکې حوثي یاغیانو د ریاض په نړیوال هوایي ډگر باندې یو بالستیک میزایل وتوغاوه، خو دغه میزایل هدف ته له رسیدو دمخه سعودي عربستان له منځه یووړ. ددې کار په غبرگون کې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په یمن ټولې هوایي او سمندري لارې وتړلې. سعودي عربستان ایران په دې تورن کړ چې حوثي یاغیانو ته یې میزایل او پرمختللې وسلې ورکړې دي. د لارو تړل او د یمن هوایي، ځمکنۍ او سمندري محاصرې د نړیوالو انتقادونه راوپارول.

د سره صلیب نړیوال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په تیرو دریو ورځو کې د یمن په عدیده، تعز، سعده او الحدیده ښارونو کې خلکو د سونگ موادو نه شتون په وجه د څښاک اوبه نه درلودلی.

په یمن کې د سره صلیب د سازمان رئیس السکاندر فیات، وویل شاوخوا یو میلیون یمنیان په داسې حال کې د څښاک اوبو نه محروم شوي چې دا هیواد د کولرا ناروغۍ سره مخامخ شوی دی.

ښاغلي فیات همداشان وویل چې که د وارداتي موادو پرمخ هوایي ډگرونه او سمندري لارې پرانستل شي د پایتخت صنعا په گډون د یمن نور ښارونه هم تر دوو اونیو پورې د صحي اوبو نه محرومیږي.

په یمن کې لوږه او فقر

د ٢٠١٧ کال د مۍ په پنځمه د ملگرو ملتونو عمومي منشي ښاغلي گوتیرش وویل چې د یمن وگړي د لوږې سره لاس او گریوان دي او د هغه هیواد د وگړو د ژغورلو په مقصد باید نړیواله ټولنه اقدام وکړي.

د ملگرو ملتونو د بشري چارو د هماهنگی دفتر هم ویلي دي چې د یمن ۱۸،۸میلیونه وگړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

ملگرو ملتونو همداشان ویلي دي چې د یمن شاوخوا ٢،٢ میلیونه ماشومان د سو تغذي نه رنځیږي. برسیره پردې ددې هیواد ١۴ میلیونه وگړي د څښاک اوبو د کمبود سره مخامخ دي.


د مطلب کود: 153304

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/153304/سور-صلیب-د-یمن-یو-میلیون-وگړي-کولرا-له-خطر-سره-مخامخ-دي

آوا
  https://www.avapress.com