دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۶
د مطلب کود : 153334
افغان لوبډلې پاکستان ته د اسیا ۱۹ کلونو کرکټ کپ په فاینل کې لویه ماتې ورکړه

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د اسیا ۱۹ کلنو کرکټ کپ په فاینل لوبه کې پاکستان له لویه ماتې ورکړه او د دغه سیالي اتلولي یې وګټله.

د لوبې پچه یا ټاس د پاکستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې وګاټه او افغان لوبډلې ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې ډېره تېزه لوبه پیل کړه. لوبغاړی اکرام فیضي ښه وځلېد او ۱۰۷ منډو سره نا سوځېدلی پاتې شو. رحمن ګل هم تېزه لوبه وکړه او له ۴۰ منډې یې جوړ کړې.

افغان لوبډلې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۸ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لوبې پیل ډېر تیز وو، او خپل لومړۍ ویکټه یې په ۵ منډو له لاسه ورکړه.

په توپ اچونې کې نبي مجیب ځدران تر ډېر د پاکستاني لوبغاړو د منډو مخه ډب کړه او وتوانې د څلور مخالف لوبغاړي له مخې لېرې کړي.

د پاکستان لوبډلې ټول لوبغاړي د ۶۳ منډو په جوړولو سره وسوځېدل او لوبه افغانستان په ستر توپیر وګټله.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexx8zejh8nxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته