دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۱۳
د مطلب کود : 153365
آیا عربستان او ایران، جنګ لوری ته ځی؟
د سعودی عربستان د خارجی وزیر ویلی دی چی ریاض قصد لری د هر ډول نظامی نښتی څخه د ایران سره ډډه وکړی؛ خو په عینی حال کی تهران ګواښوی چی نه سی کولای هرڅه چی وغواړی په سیمه کی ترسره کړی. عادل جبیر یو ځل بیا د سمن انصارالله سربیره، ایران د حزب الله په ملاتړ او لبنان داخلی سیاست کی مداخلت او سعودی عربستان په وړاندی نظامی اقدام باندی تورنوی. سعودی خارجه وزیر ویلی دی: دا مناقشه سعودی عربستان نه دی شروع کړی. دا مناقشه ایران د اسلامی انقلاب د امام خمینی په رهبری او تلاش سره د انقلاب صدور لپاره شروع کړ؛ د همغه وخت څخه سعودی عربستان حکومت چوپ وبلل او زموږ سفارت او ۱۲ څخه ډیر نورو هیوادونو سفارتونو باندی برید وکړ، څو ځلی هڅه کړی چی زموږ دیپلماتان ترور کړی او عربستان دننه تروریستی فعالیت ترسره کړ. موږ د اسامه بن لادن اسنادو څخه پوهیږو چی ایران د هغه سره نږدی اړیکی درلود. هغه زیاته کړه: دا نتیجه ته رسیدلی یو چی ایران سره منطقی خبری اتری کوم ځواب نه ورکوی. هر وخت چی مو د ملګرتیا لاس ایران لوری ته اوږد کړی دی، زموږ ځواب خرابکاری او وژنه وو. اوس دا نتیجه ته رسیدلی یو چی نور بس دی... کارپوهان هم وایی چی سعودی عربستان ددی ادعاوو او خبرو سربیره، د ایران سره نظامی مقابلی وړتیا نه لری. ریاض رژیم پوهیږی چی داسی هولناک باتلاق ته داخلیدو لګښت څومره دی. دا هغه درس دی چی په حاضر حال کی، د یمن په جنګ کی عملآ تجربه کوی؛ هغه وخت چی د یو خلګنۍ انقلابی غورځنګ د عهدی څخه نه سی وتلای او سربیره پردی چی د هوا او ځمکه او دریا څخه ورباندی پرمختللی تجهیزاتو سره بریدونه کوی او فررانسه او انګلیس او امریکا ملاتړ هم ورسره دی، یمن باندی نظامی تیری شروع څخه د دوو کالو په تیریدو سره، تراوسه امریکایی او فرانسوی او انګلیسی تسلیحاتی انبارونو سره د آرامتیا او امنیت احساس نه کوی. دا درس مخکی، د لبنان حزب الله د ۲۰۰۶ کال ۳۳ ورځنۍ جنګ کی سعودی سرورانو او اربابو ته یعنی صهیونیستی بدنام رژیم ته ورکړی دی. د لبنان حزب الله هغه مرګونۍ ماتی سره چی تل آویو رژیم ته ورکړه، د هر وخت لپاره ټول کسانو ته چی ایران سره نظامی تقابل هیله مند دی، دا ورزده کړه چی دا یو خیال او خوب دی. په داسی حال کی چی د ایران سره نطامی نښته او د هغه نظام بدلون د مستقیم نظامی بریدونو له لاری، د نړیوال ابرقدرتونو پخوانۍ هیله دی چی سعودی عربستان په شان رژیمونو باندی، سروری کوی. هغوی که ایران سره جنګ توان درلودلای نو حتی یو ثانیه هم دا اقدام کولو باندی صبر نه کوله؛ خو هغوی د عراق او ایران ۸ کلنۍ جنګ جریان څخه وروسته، په څو نورو سیممه ایز جبهو کی په خاورمیانه کی، په ښه توګه زده کړل چی نه سی کولای خپل سلطه او استیلا د نظامی لاری پر ایران باندی تحمیل کړی او سعودی عربستان هم دا ښه پوهیږی.
https://avapress.com/vdciqpazwt1awp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې