دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود : 153377
د نظم عامې پولیس د جنجالي مکتوب په اړه د کورنیو چارو وزارت توضحیات
ه داسې حال کې چې د عامې نظم پولیس له خوا د نورو منسوبینو د جذبولو په هکله یوه خپره شوې مکتوب په رسنیو کې غوغا راپارولې ده، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي هغه ادعاوې بې بنسټې دي چې ګواکې له یوې مشخصې ملیت یا قوم سره تبعیض شوی دی. د نظم عامې پولیس دغه مکتوب چې له تیرې ورځې راهیسې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کیږي، په کې راغلي دي چې د نظم عامې په نوې تشکیلاتو کې دې د تاجک قوم د وګړو پرته د هېواد نورې وګړي د هزاره، پښتون، او ازبک په ګډون جذبې شي. د کورنیو چارو وزارت د دغه مکتوب په لیکلو کې د ادارې کارکوونکو تېروتنې مني خو یاد وزارت وایي چې د دغه مکتوب اصلي هدف دا و چې د نظم عامې پولیس په نوې تشکیلاتو کې له تاجک قوم څخه د نورو منسوبینو د جذبولو لپاره اړتیا نه لیدل کیږي ځکه له یاد قوم څخه په کافي اندازه د نظم عامې پولیسو په لیکو کې کار کوي. دا لومړی ځل نه دی چې د حکومت په ادارو کې د احتمالي تبعیض په اړه راپورونه او اسنادونه د رسنیو له لارې خپاره کیږي. له دې واندې هم دارګ ارګ ماڼی د چارو ادارې له دفتر څخه هم داسې اسنادونه خپره شوې ده. ولسمشر غني د دغو اسنادو د خپرولو په غبرګون کې د هېواد لویې څارنوالۍ ته لارښوونه کړې و، چې په دې اړه هر اړخېزې څېړنې وکړي او د دې زشت کار د عامل یا عاملینو د تشخیص اقدام وکړي او د هېواد د اساسي قانون او ټولو نافذه قوانینو د حکمونو په رڼا کې له هغوی سره چلند وکړي.

په داسې حال کې چې د عامې نظم پولیس له خوا د نورو منسوبینو د جذبولو په هکله یوه خپره شوې مکتوب په رسنیو کې غوغا راپارولې ده، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي هغه ادعاوې بې بنسټې دي چې ګواکې له یوې مشخصې ملیت یا قوم سره تبعیض شوی دی.
 
د نظم عامې پولیس دغه مکتوب چې له تیرې ورځې راهیسې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کیږي، په کې راغلي دي چې د نظم عامې په نوې تشکیلاتو کې دې د تاجک قوم د وګړو پرته د هېواد نورې وګړي د هزاره، پښتون، او ازبک په ګډون جذبې شي.
 
د کورنیو چارو وزارت د دغه مکتوب په لیکلو کې د ادارې کارکوونکو تېروتنې مني خو یاد وزارت وایي چې د دغه مکتوب اصلي هدف دا و چې د نظم عامې پولیس په نوې تشکیلاتو کې له تاجک قوم څخه د نورو منسوبینو د جذبولو لپاره اړتیا نه لیدل کیږي ځکه له یاد قوم څخه په کافي اندازه د نظم عامې پولیسو په لیکو کې کار کوي.
 
دا لومړی ځل نه دی چې د حکومت په ادارو کې د احتمالي تبعیض په اړه راپورونه او اسنادونه د رسنیو له لارې خپاره کیږي.
 
له دې واندې هم دارګ ارګ ماڼی د چارو ادارې له دفتر څخه هم داسې اسنادونه خپره شوې ده.
 
ولسمشر غني د دغو اسنادو د خپرولو په غبرګون کې د هېواد لویې څارنوالۍ ته لارښوونه کړې و، چې په دې اړه هر اړخېزې څېړنې وکړي او د دې زشت کار د عامل یا عاملینو د تشخیص اقدام وکړي او د هېواد د اساسي قانون او ټولو نافذه قوانینو د حکمونو په رڼا  کې له هغوی سره چلند وکړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbzfb8zrhbsfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته