د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکوز پوټزیل سره، وکتل.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لوریو د سیمه ییزو موضوعاتو، په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین او د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو د نوې ستراتيژۍ او د هغې د موثریت په هکله بحث او خبرې وکړې.
د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو نوې ستراتیژي ګټوره وبلله او له هغې څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
نوموړي وویل: هېواد یې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین غوښتونکی دی او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت یې د بین الافغاني مذاکراتو څخه د ملاتړ تر څنګ جمهور رئیس ته له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د دوام ډاډ هم ورکړ.
جمهور ئیس غني د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي ته د ښه راغلاست تر څنګ په تېرو کلونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د جرمني د همکاریو قدرداني وکړه.
جمهور رئیس ټینګار وکړ، د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو نوې ستراتیژي د سیمې د ثبات لپاره ګټوره ده او د دغې ستراتيژۍ له اعلان وروسته برابرو شویو فرصتونو څخه باید موثره ګټه واخیستل شي.