دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۵۳
د مطلب کود : 153422
۲۹ تنه طالبان په فراه کی وژل سوی او ټپیان سوی دی
په فراه کی امنیتی چارواکی وایی چی په دی ولایت کی د امنیتی ځواکونو او طالبانو نښتی په نتیجه کی، ۲۹ تنه طالب وژل سوی او ټپیان سوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، اقبال باهر، د فراه ولایت پولیسو قوماندی ویاند و افغان غږ خبری آژانس ته وویل چی دا نښتې تیره شپه د ۱۱ بجو په شاوخوا د ګنج آباد او شیوان بالابلوک ولسوالی کی رامنځته سوی دی. هغه وویل په دی نښتو کی، ۱۶ تنه طالبان وژل سوی او ۱۳ تنه نور هم ټپیان سوی دی. د هغه په وینا، په دی نښته کی امنیتی ځواکونو ته کوم زیان ونه رسید خو د ماین چاودنی له امله، دوه سرتیری شهید او ۳ تنه نور په سطحی توګه ټپیان سوی دی. دا په داسی حال کی دی چی دوه شپی مخکی طالبان په دی ولایت د امنیتی ځواکونو پر پوستو باندی برید وکړ او دوه پوستی تر تصرف لاندی راوړ.
https://avapress.com/vdcci1qsi2bqp08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته