په فراه کی امنیتی چارواکی وایی چی په دی ولایت کی د امنیتی ځواکونو او طالبانو نښتی په نتیجه کی، ۲۹ تنه طالب وژل سوی او ټپیان سوی دی.
۲۹ تنه طالبان په فراه کی وژل سوی او ټپیان سوی دی
29 عقرب 1396 ساعت 19:53
په فراه کی امنیتی چارواکی وایی چی په دی ولایت کی د امنیتی ځواکونو او طالبانو نښتی په نتیجه کی، ۲۹ تنه طالب وژل سوی او ټپیان سوی دی.
د آوا په ګزارش سره، اقبال باهر، د فراه ولایت پولیسو قوماندی ویاند و آوا ته وویل چی دا نښتې تیره شپه د ۱۱ بجو په شاوخوا د ګنج آباد او شیوان بالابلوک ولسوالی کی رامنځته سوی دی. هغه وویل په دی نښتو کی، ۱۶ تنه طالبان وژل سوی او ۱۳ تنه نور هم ټپیان سوی دی. د هغه په وینا، په دی نښته کی امنیتی ځواکونو ته کوم زیان ونه رسید خو د ماین چاودنی له امله، دوه سرتیری شهید او ۳ تنه نور په سطحی توګه ټپیان سوی دی. دا په داسی حال کی دی چی دوه شپی مخکی طالبان په دی ولایت د امنیتی ځواکونو پر پوستو باندی برید وکړ او دوه پوستی تر تصرف لاندی راوړ.
د مطلب کود: 153422