دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۰۶
د مطلب کود : 153429
ننګرهار ولایت کی ۲۰ تنه داعشیانووژل شوی دی
د ننګرهار ولایت چارواکي: په دی ولایت د اچین او چپرهار ولسوالیو کې د داعش ۲۰ غړي وژل شوي دی. د ننګرهار ولایت چارواکی وایی، په دی ولایت کی د وسله والوداعش ډلې ۲۰ غړي وژل شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د یاد ولایت نه خبرشوی خبر پانه کی ویلی دی، د ننګرهار ولایت په اچین او چپرهار ولسواليو کې د یاد وسله والو ته درنه مرګ ژوبله د امنيتي ځواکونو په مخامخ نښتو او هوايي بریدونو کې اوښتې ده. سر چینو زیاتیوی، چې دغه عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ولایت د یاد ولسوالۍ د عبدالخېلو او د چپرهار په کارېز سېمو کې شوي دي. راپورنه وایی، ددغه عملیاتو کی د داعش دلې یو مهم قوماندان هم وژل شوی دی او یو اندازه وسلې هم له منځه تلي دي. خو تر اوسه وسله والو داعشیانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdcj8tevhuqeixz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته