دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۰۲:۵۵
د مطلب کود : 153518
د هلمند په دريو ولسواليو کې د نشه يي توکو او وسله والو مخالفينو پر مهمو مرکزونو هوايي بريدونه شوي
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر نه خبر شوی خبر پانه کی راغلی دی، د غوڅ ملاتړماوريت په ملاتړ تېره شپه د یاد ولايت په موسی کلا، کجکي او واشېر ولسواليو کې د نشه يي توکو او د وسله والو طالبانو پر مهمو مرکزونو هوايي بريدونه شوي دي، چې په ترڅ کې يې د مخدره موادو کارځايونو په ګډون د وسله والو طالبانو يو شمېر مرکزونه له منځه وړل شوي دي. خبر پانه که راغلی دی، د کجکي ولسوالۍ چهارباغ او ګندمرېز بازار سيمو کې ۱۵ د نشه يي توکو کارځايونه او د دښمن پټنځايونه تر هوايي بريدونو لاندې نيول شوي او له منځه وړل شوي دي. سرچینو زیاتیوی، په موسی کلا ولسوالۍ کې دوه د وسله والو طالبانو مرکزونه، چې يو يې د ملا سيف الله او بل يې هم د معراج په مشرۍ اداره کېدل تر هوايي بريدونو لاندې نيول شوي دي، چې د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ د ماينونو او موټربمونو مسلکيانو په ګډون لس مخالفين وژل شوي او د ډلګی مشرانو په ګډون يې لسګونه نور تر خاور لاندې ياهم لا درکه دي. د هلمند ولايت مطبوعاتي دفترخبر پانه وایی، په ياده ولسوالۍ کې هم پر درې د نشه يي توکو کارځايونو هوايي بريدونه شوي دي، چې له مخې يې په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي. سرچینیو ویلی، د واشېر ولسوالۍ (سياپوښته) نومې سيمه کې هم د نشه يي توکو دوه کارخانې تر هوايي بريدونو لاندې راغلې دي، چې له مخې يې ۲۳۶ کڅوړې تارياک، پنځه موټرسايکلونه او ۷ تنه کارکوونکي له منځه وړل شوي دي. خبر پآنه زیاتیوی، په افغانستان کې سوله او ثبات له جرمي اقتصاد، د نشه یي توکو تولید، پروسس او قاچاق سره جدي مبارزې ته اړتیا لري چې نشه یي توکي د جنګ او تروریزم د تمویل له عمده سرچینو څخه بلل کېږي.
https://avapress.com/vdcizpazvt1aww2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته