دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود : 153548
پر افغانستان راکټي بریدونو په اړه د ناټو قوماندان غبرګون او پاکستان پوځ څرګندونې

خو د پاکستان پوځ یوه ویاند جنرال اصف غفور د جنرال نیکولسن د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې پاکستان حکومت او امنیتي بنسټونه تل د پولې په اوږدو کې د هر اړخیزه همکاریو لپاره چمتو دی.
 
جنرال غفور د امریکا غږ ټلویزیون سره د مرکې پر مهال د ناټو قوماندان د وړاندیز هرکلی وکړ او ادعا کوي چې پاکستان پوځ د ډریورنډ کرښې په اوږدو کې او په خپله خاروه کې د ترهګرو ټول امن ځایونه لمنځه وړي دي او له افغانستان سره پر پولې پوستې او نورې تاسیسات هم جوړه کړي.
 
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د پاکستان حکومت ضد وسله والې ډلې له افغان خاورې څخه د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې بریدونه ترسره کوي.
 
خو افغان چارواکي وایي افغان ځواکونه د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې په یو ډول عملیات ترسره کوي او د ترهګرو د ځپلو په خاطر پوځي عملیات لا هم دوام لري.
 
بلخواه افغان چارواکي وایي د طالبانو او د حقاني ترهګرې شبکې امن ځایونه لا هم د پاکستان په خاوره کې وجود لري او په افغانستان کې په تخریبي او ترهګریز کړنو بوخت دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbafb8wrhbssp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته