کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناتو د افغانستان منازعی لپاره روسیه سره خبری کړی دی

4 قوس 1396 ساعت 19:23

د ناتو عمومی منشی وایی چی د مسکو سره خبرو محور د افغانستان په نظام کی شفافیت او خطر کمول وو او دا خبری د ضعف نه بلکه د پیاوړۍ دفاع لپاره قدرت څخه بلل کیږی.


د آوا په ګزارش سره، ینس ستولتنبرګ، د ناتو عمومی منشی وویل: زموږ او روسیه ترمنځ دیالوګ آسانه کار نه دی. موږ همدارنګه د افغانستان په اړه روسیه سره خبری کړی دی؛ زه هیله مند یم چی دا خبری په شدت سره ادامه ولری. دا خبری اتری د ضعف شکاره کوونکی نه دی بلکه د قدرت شکاره کوونکی دی. حنیف اتمر، د ملی امنیت مشاور هم په مسکو کی د منځنۍ آسیا هیوادونو او روسیه ملی امنیت مشاورانو سره په ناسته کی ګډون درلود او یو طرحه د هراس افګنانو په وړاندی مشترک مبارزی او سولې همکاریو لپاره مطرح کړی دی چی د روسیه او منځنۍ آسیا هیوادونو له لوری قبول سوی دی. قادرشاه، د ملی امنیت شورا مشاور وویل: حنیف اتمر یو طرحه د تروریزم سره مبارزه او سولې په اړه هغوی ته سپارلی دی چی ملی امنیت مشاورین ورڅخه ملاتړ کړی دی. د سازمان ملل او سیمه ایز هیوادونو نقش د افغانستان سولې پروسه کی مهم بل کیږی؛ هغه سوله هچی ټوله هیوادونه همکاره وی او مالکیت یی د افغانستان حکومت په لاس کی وی.


د مطلب کود: 153751

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/153751/ناتو-د-افغانستان-منازعی-لپاره-روسیه-سره-خبری-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com