دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۷
د مطلب کود : 153786
که حافظ سعید زنداني نه شي د واشنګټن او اسلام اباد اړیکې زیانمنېږي

د امریکا متحدو ایالاتو پرون شنبه «۱۳۹۶ کال لیندۍ ۰۴» ​پاکستان ته خبرداری ورکړ چې که د جماعت الدعوه ټولنې بنسټ اېښودونکی حافظ سعید چې د نړیوالو ترورېستانو په لېست کې دي، بېرته ونه نیول او زنداني نه شي، د واشنګټن او اسلام اباد اړیکو ته به ډېر زیان ورسوي.

حافظ سعید د جمعې په ورځ «۱۳۹۶ کال لیندۍ ۰۳» د پاکستان د یوې محکمې د حکم پر اساس په خپل کور کې له نظر بنده خوشې شو.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هاکبي سندرز پرون شنبه «۱۳۹۶ کال لیندۍ ۰۴»​ وویل، واشنګټن د حافظ سعید ازادي په شدت غندي.
سندرز وویل:"د حافظ سعید خوشې کېدل، له نړیوال ترورېزم سره په مبارزه کې د پاکستان د تعهد په اړه خواشینونکی پیغام ورکوي. دا کار د پاکستان ادعا چې وايي، په خپله خاوره کې به ترورېستانو ته پناه نه ورکوي، ردوي."

د سپینې ماڼۍ ویاندې په دې اړه په پیغام کې چې پرون خپور شو، زیاته کړې:
\"\"

"که پاکستان اقدام ونه کړي او له قانون سره سم حافظ سعید دوباره ونه نیول شي او د هغو جنایتونو له امله چې ترسره کړي يې دي مجازات نه شي، دوه اړخېزو اړیکو او په نړۍ کې د پاکستان د موقف لپاره به عواقب ولري."

حافظ سعید د جماعت الدعوه سازمان بنسټ اېښوودونکی دی.

خو د امریکا حکومت وايي، جماعت الدعوه په پاکستان کې د لشکر طیبه افراطي ډلې ته چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې يې د هند په ممبي ښار کې ترورېستي حمله پلان کړې، د نقاب ورکولو لپاره جوړه شوې ټولنه ده.

د هند به ممبي ښار کې هغه مهال لږ تر لږه ۱۰ وسله والو پر خلکو ډزې او خونړۍ انتحاري چاودنې یې وکړې.

د هند او امریکا حکومتونو پر حافظ سعید تور پورې کړ چې له حمله کوونکو سره یې همکاري کړې وه.

حافظ سعید د جماعت الدعوه سازمان بنسټ اېښوودونکی دی.

البته، نوي ډيلي پر اسلام اباد هم تور پورې کړ چې له حافظ سعید سره په ګډه یې د هغو حملو پلان جوړ کړی و.

د هند حکومت د حافظ سعید د خوشې کېدو له امله غصه څرګنده کړه او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې په پاکستان کې داسې یو څوک چې د نړیوالو ترورېستانو په لېست کې شامل شوی، ازاد ګرزي چې د منلو وړ نه دی.

خو د پاکستان حکومت او جماعت الدعوه ټولنې د هند او امریکا تورونه رد کړي دي.

حافظ سعید د امریکا د عدليې وزارت د ترورېستانو په ډله کې حساب کړی او د هغه پر سر یې لس میلیونه امریکايي ډالر جایزه اېښې ده.

حافظ سعید د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې د ترورېزم ضد قانون پر اساس، په لاهور کې د هغه په خپل کور کې نظر بند شو.

د لاهور یوې محکمې د جمعې په ورځ د ایالتي حکومت غوښتنه چې پر حافظ سعید د نظربندي حکم نوي ورځې نور هم تمدید کړي، رد کړه او هغه خوشې شو.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfcmdyvw6dtea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته