دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود : 153823
سرور دانش د رايی ترلاس کولو لپآره ۱۲ نوماند وزیران ولسي جرګې ټه معرفي کړی دی
د محمد اشرف غنی ولسمشر دویم مرستیال ښاغلی دانش، ۱۲ نوماند وزیران د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، ملي یووالي حکومت د شنبې په ورځ ۱۲ نوماند وزیران د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شوی دی . راپورانه وایی، د ملي دفاع وزارت د څوکۍ لپاره، طارق شاه بهرامي د کورنیو چارو وزارت لپاره، ویس احمد برمک، د سرحداتو او قومونو او قبیلو وزارت لپاره، محمد شیفق ګل اغا شیرزی، د ټولګټو وزارت د څوکۍ لپاره، یما یاري، د اقتصاد وزارت لپاره، مصطفي مستور، د لوړو زده‎کړو وزارت لپاره، نجیب الله خواجه‎عمري د کانونو او پټرولیم وزارت لپاره، نرګس نهان د کار، ټولنیزو چارو، شهدا او معلولینو وزارت لپاره، فیض الله ذکي د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ لپاره، شهزادګل اریوبي د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت لپاره، محمد حمید طهماسي د کرنې او اوبو لګولو وزارت لپاره نصیر احمد درانی او مجیب رحمان کريمي د کلیو د رغونې او پراختیا وزارت د نوماند وزیرانو په توګه ولسي جرګې ته د اعتماد رایې د ترلاس کولو لپاره معرفي شوي دي. سرور دانش د شنبې په ورځ ولسي جرګې ته د کاندید وزیرانو د معرفۍ پر مهال ویلي، د روان ‎کال د هېواد اقتصاد نسبي پرمختګ درلود او دا مسئله د نړیوالو بنسټونو له خوا هم تائید شوې ده. د افغان محمد اشرف غنی ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش سرګندوی، په راروان مالي کال کې به د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه شي. دا په داسې حال کې ده چې کابو نیمه کابینه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي او ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې استازي ژمنیو رخصتیو ته له تلو وړاندې، په دې اړه پرېکړه وکړي.
https://avapress.com/vdchixnzx23nm6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته