دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۴۲
د مطلب کود : 153841
په فراه کی طالبان کروندګر په دی باندی هڅوی چی کوکنار وکري
په فراه کی سیمه ایز چارواکی وایی: په فراه ولایت کی د کروندو او کشت وخت شروع سوی دی او د اوس څخه مسلح طالبان کروندګر په دی ولایت کی هڅوی او په ځینو شرایطو کی هم مجبوره کوی ترڅو مخدره توکی وکری.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ظاهرشاه غوری؛ د فراه ولایت مخدره توکو سره مبارزی پولیس مدیر وویل: طالبان د بکواه، ګلستان، بالابلوک، خاک سفید ولسوالیو او ځینو کلیو کی کروندګر د غنم د کرلو پرځای د خشخاش کرلو باندی هڅوی. د هغه په وینا د فراه د مخدره توکو ۹۰ سلنه ګټه طالبانو ته رسیږی او طالبانو د جنګ لګښت په ترسره کیږی. هغه وویل چی ټوله طالبان د مخدره توکو قاچاق او کرلو په پیسو باندی مالی ملاتړ کیږی. له بل لوری هم ښاغلی غوری ټینګار کړی دی چی په جاری کال کی به ناتو ځواکونو په ملاتړ د کوکنار کروندي خراب کړی. هغه فراه ولایت مخدره توکو کروندګرو ته په اخطار سره وویل چی د مخدره توکو په کرلو سره، سربیره پردی چی د مخدره توکو ځمکی یی تخریبیږی، هر کروندګر د هر جریب په وړاندی دوه میاشتی بندی کیږی.
https://avapress.com/vdchkxnzz23nm6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته