د کابل په پلچرخي زندان تنه بندیان چې د محکمې پړاو یې څو موده وړاندې پای ته رسېدلي و، نن سهار اعدام شول.
د کابل په پلچرخي زندان کې ۵ تنه بندیان اعدام شول
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 قوس 1396 ساعت 14:29
د کابل په پلچرخي زندان تنه بندیان چې د محکمې پړاو یې څو موده وړاندې پای ته رسېدلي و، نن سهار اعدام شول.
د کورنیو چارو وزارت وایي، دغه پنځه کسان په لودیځ هرات ولایت کې د اختطاف په تور نیول شوي وه.
دغو پنځو اختطافچیانو ته په داسې حال کې د مرګ سزا ورکړل کیږي چې په وروستیو کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د اختطاف په قضیو د پام وړ ډیروالي راغلي دي.
د اختطاف اکثر پیښې د هېواد په مهمو ښارونو کې د پلازمېنه کابل او هرات کې ترسره کییږی.
دا په داسې حال کې ده چې د اختطافچیانو دوه مهم ډلمشران رئیس خدایداد او حبیب استالیف هم له دې وړاندې د اختطاف او قتل په تړاو اعدام شوي.
د مطلب کود: 154009