دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۳۳
د مطلب کود : 154156
کابل ښار کې چاودنې یو شمېر کسان ټپیان کړي

په پلازمېنه کابل ښار کې د امنیه قومانداني چارواکي وایي، د یوې چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه څلو کسان ټپیان شوي.

د کابل امنیه قومانداني ویاند بصیر مجاهدی وایي، پیښه کابو ۱۱:۳۰بجې د کابل ښار د لومړی امنیتي حوزې اړوند په باغ قاضي سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاته کړه، چې د امنیتي ځواکونو اړوند په یوه کانټیر کې ځای پر ځای شوی د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله درې کسان ټپيان شوي.

په همدې حال کې یو بل امنیتي سرچینه وایي، په دغه چاودنه کې څلور کسان ټپیان شوي او د یو تن روغتیایي حالت د ادیښنې وړ دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د پیښې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې د دولت ضد وسله والې ډلې په وروستیو کې هڅې کوي ترڅو د هېواد په یو شمېر مهمو ښارونو کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي.

تېره میاشت د کابل ښار د یولسمې امنیتي حوزې اړوند په لب جر سیمه کې د ځانمرګي رید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۸ کسان ووژل شول.

پیښه د قصر نوین هوټل ته څېرمه هغه مهال رامنځته شوه کله چې په هوټل کې د بلخ والي عطا محمد نور په ملاتړ په یوه غونډه کې لسګونه کسان ګډون کړي وه.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchmknz-23nmzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته