دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۱۵
د مطلب کود : 154189
غني:له داعش سره د حکومتي چارواکو د هملاسۍ ادعاګانې دې ثابتې کړي


ښاغلي غني چې نن له غرمې وروسته «له کورنیو چارو وزارت څخه دفاع وزارت ته د سرحدي پولیسو د لېږد» په پروګرام او دفاع وزارت کې وینا کوله، که‎څه هم د چا نوم نه اخلي، خو ټینګار کوي چې په څرګندونو او ادعاګانو کې باید ملي ګټې په پام کې ونیول شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له هغو کسانو چې پر لوړپوړو حکومتي چارواکو له داعش سره د هملاسۍ تور پورې کوي غواړي چې جرأت دې وکړي او خپلې ادعاګانې دې په محکمې کې ثابتې کړي.

ښاغلي غني چې نن له غرمې وروسته «له کورنیو چارو وزارت څخه دفاع وزارت ته د سرحدي پولیسو د لېږد» په پروګرام او دفاع وزارت کې وینا کوله، که‎څه هم د چا نوم نه اخلي، خو ټینګار کوي چې په څرګندونو او ادعاګانو کې باید ملي ګټې په پام کې ونیول شي.

هغه په دې اړه څرګنده کړه:«ځينې لنډ پاري حقلې، بېلابېل ګنګوسې کوي. د بیان ازادي یو شی دی او د هېواد ملي ګټې بل څيز؛ قانون موږ مکلف کړي یو ترڅو د هېواد له ملي ګټو څخه ساتنه وکړو. هر څوک چې ادعا لري چې د حکومت لوړپوړي چارواکي له داعش سره همکار دي محکمې ته دې راشي او که نه ټیکری دې پر سر کړي.»

د ښاغلي غني دغه څرګندوې په داسې حال کې مطرحه کېږي چې له دې مخکې د ولسي جرګې ځينو غړو د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی او د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر یې له داعش سره په هملاسۍ تورن کړي وو.

د ولسي جرګې غړي لالي حمیدزي د دغې جرګې د چهارشنبې (د لیندۍ په ۴ مه)وویلي وو:«زه رسماً دلته وایم معصوم ستانکزی، د داعش پروژې مسوول دی او اکرم خپلواک د پاکستان د ای اس ای بچی او د ډیورنډ کرښې د لاسلیک مسوول دی.»

خو ښاغلی غني وايي چې په خپلې امنیتي ډلې بشپړ اعتماد لري.

ښاغلي همدارنګه ټينګار وکړ چې داعش په افغانستان کې د تېښتې په حال کې دی او تراوسه په هېواد کې د دغې ډلې پر ضد ۱۵۰۰ عملیات ترسره شوي دي.

ولسمشر غني د خپلې وینا په بله برخه کې، له ترهګرۍ او نشه‎یي توکو سره د مبارزې لپاره د حکومت او نړیوالو ځواکونو اراده جدي بولي او هغه ټینګار کوي چې له دې وروسته به د افغان امنیتي ځواکونو تمرکز به په افغانستان کې د نشه‎يي توکو د سرچینو له‎منځه وړلو ته متمرکزه وي.

له دې سره په ورته وخت کې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان چې په دغې غونډه کې وینا کوله، څرګنده کړه چې په هلمند کې د نشه‎يي توکو د تولید او پروسس پر مرکزونو د امریکايي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې، طالبانو ته کابو ۱۰ مېلیونه زیان اوښتی دی.

هغه ټینګار وکړ چې له دې وروسته به، په افغانستان کې بهرني سلاکاران ډېر شي او له نشه‎يي توکو سره به مبارزه جدي په مخ ولاړه شي.

ښاغلي نېکلسن، د کورنیو چارو له وزارت څخه ملي دفاع وزارت ته د سرحدي پولیسو له لېږده هرکلی وکړ. د هغه په باور، دغه ځواکونه کولای شي له دې وروسته د افغانستان د پولو د امنیت په تأمین کې ښه کړنه وکړي؛ ځکه چې د ولسمشر په وینا، ټاکل شوې ده چې د هغوی تجهیزات او امکانات ډېر شي.

ښاغلي نېکلسن په دې اړه وویل:«موږ باید دا جګړه وګټو؛ افغان امنیتي ځواکونه په اصل کې د نړۍ او انسانیت د دفاع لپاره جګړه کوي او موږ د دغې جګړې تر پایه، د افغانانو ترڅنګ به وو.»

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان، طالبانو ته هم یو پیغام لري. هغه په ډاګه وویل طالبان باید انتخاب کړي چې وژل کېږي او که یا له سولې سره یوځای کېږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjo0fnyt0kf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته