دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 154217
په ترکیه کې د محمد محقق او جنرال دوستم نوې لیدنې کتنې

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس مرستیال د ترکیې په انقره ښار کې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره لیدلی دی.

د ولسمشر لومړی مرستیال له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو غاړو د کتنې په ترڅ کې د هېواد د روان حالاتو د نوې سیاسي ائتلاف یا د افغانستان د ژغورنې ائتلاف د فعالیتونو په اړه بحث او خبرې کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلي محقق او جنرال دوستم د روان حالاتو په اړه خپل اندیښنې څرګنده کړل او ترڅنګ یې د ترهګرو پر ضد د مبارزې، د خلکو ترمنځ د یووالي، او د سولې په اړه بحث او خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د حکومت او ښاغلي نور ترمنځ اختلافات زیات شوي.

د هېواد یو شمېر مهم سیاسي مشران چې ظاهراً د ملي یووالي حکومت له هڅو او فعالیتونو ناراضه دي، کابو پنځه میاشتې مخکې د  «افغانستان د ژغورنې لپاره د ائتلاف عالي شورا» په نوم د یوه نوې ائتلاف د جوړولو خبر ورکړ.

د دغې تلوالې بنسټګر د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند، د محمد محقق په مشرۍ د خلکو اسلامي وحدت او د صلاح الدین رباني په مشرۍ د اسلامي جمعیت ګوندونه دي.

د ښاغلي محقق او جنرال دوستم ترمنځ نوې لیدنې کتنې په داسې حال کې ترسره کیږي چې د سوریې په جګړه کې له افغان ځوانانو څخه د ستاینې په خاطر د اجرائیه رئیس دویم مرستیال تر سخت نیوکې لاندې راغلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfyjdyew6dt0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته