دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۴۹
د مطلب کود : 154228
روغتیا وزارت: په افغانستان کې په ایډز ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په زیاتېدو دی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په دغه هېواد کې په «اېچ.ای. وي» ایډز د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د عامې روغتیا وزارت د «اېچ.ای.وي» ایډز ناروغي د افغانستان لپاره وژونکې سونامي یادوي او د دغه ناروغۍ په وړاندې پر جدي مبارزې ټينګار کوي.

د دغه وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال فدا محمد پیکان د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لېندۍ۱۲» له «اېچ.ای. وي» ایډز سره د مبارزې د نړېوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په کابل کې وویل چې په ۲۰۱۷ مېلادي کال کې په «اېچ.ای. وي» ایډز وېروس او ناروغۍ د اخته کسانو ۲۳۲ نوې پېښې ثبت شوي دي.
نوموړي زیاته کړه:

"په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې نېږدې ۲۰۴ وې چې سږکال یعني په ۲۰۱۷ مېلادي کال کې دغه شمېرې ۲۳۲ پېښو ته رسېدلې دي، د ۱۹۸۹ کال یعني د اېډز د لومړنیو پېښو له ثبتېدو تراوسه او د ۱۳۹۶ کال د عقرب میاشتې تر اخره پوري ۲۵۲۲ پېښې له عامې روغتیا وزارت سره ثبت شوي دي."

نوموړي وویل چې په دغه ناروغۍ د اخته کسانو ۷۵ سلنه نارینه او ۲۵ سلنه یې ښځې دي چې په دې کې بیا ۵۴ تنه ماشومان دي.

په هېواد کې د کوکنارو کښت، د مخدره موادو تولید او قاچاق، بېکاري، اقتصادي ستونزې، ناامني، مهاجرتونه، پرانیستي سرحدونه او داسې نور، د یادې ناروغۍ د پراخېدو عمده لاملونه ښودل شوي دي.

په افغانستان کې د دغه ویروس د لېږد لوی لاملونه نا مشروع جنسي اړیکې، د ککړو پېچکاریو کارول او د وینې انتقال بلل کېږي.

په افغانستان کې د اېډز ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې په دغه هېواد کې په یاده ناروغۍ د یو شمېر اخته کسانو په باور، د درملنې لپاره اسانتیاوې دلته په نشت حساب دي.

په دغې ناروغۍ یوه اخته ناروغ محمد ادریس عزیزي د یادې غونډې په څنډه کې ازادي راډيو ته وویل چې دوی په ناوړه وضعیت کې دي او سږ کال په دغه ویروس اخته نېږدې ۸ کسان مړه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ اساسي ستونزې دا دي چې ډاکټران په سختۍ دا ډول ناروغان قبلوي، له موږ سره چې کومې ژمنې په داسې ورځو کې کېږي هغه نه عملي کېږي، سږ کال زموږ اته کسان د خدماتو د نه موجودیت له امله مړه شوي دي."

په دغه غونډه کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي استاد ډاکتر محمد ایاز نیازي وویل، له «اېچ. ای. وي» ویروس سره د مبارزې لپاره باید دیني عالمان او د افغانستان د حج او اوقافو وزارت په ګډه کار وکړي:
یو شمېر کارپوهان وايي، که چېرې افغان حکومت په هېواد کې د «ایچ. ای. وي» په ویروس او اېډز ناروغۍ د اخته ناروغانو د درملنې او عامه پوهاوي په برخه کې جدي اقدامات ونه کړي، افغانستان په راتلونکو کلونو کې په نړیواله کچه د ایډز زیات ناروغان ولري.

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په پام کې ده چې د «ایچ. ای. وي» ویروس د خطرونو د مخنیوي په هدف په بېلابېلو سیمو کې د عامه پوهاوي پراخ پروګرام پیل کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchiknz623nmid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته