کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فراه ولایت کي ۳ ملی پولیس وژل شوی

12 قوس 1396 ساعت 19:55

د فراه ولایت چارواکی وایی، ‎په یاد ولایت کې د وسله والو ‎په یوه کمین کې ‎۳ پولیس او یو تړونوال وژل شوی دی.



د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د فراه ولایت د والي ویاند ناصر مهري، پرون په دی اړه رسنیو ټه ویلی دی، د یاد‎ ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې د دولت د مخالفو په یوه کمین کې د ملي پولیسو د ۳ سرتېرو او د ملي پوځ د یوه تړون کوونکي وژل شوی.
 سرچنیو زیاتیوی، چې د ملي پوځ د تړونوال له ۳ پولیسو سره په (کرولا‎) ډوله موټر کې د پشت‎ رود ولسوالۍ له لوري د فراه ښار په لور روان وه، او وسله والو په یوه کمین کې برید کړی دی.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.


د مطلب کود: 154249

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/154249/د-فراه-ولایت-کي-۳-ملی-پولیس-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com