دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۰۷
د مطلب کود : 154542
د دایکندی او غزنی لاره وتړل سو
سیمه ایز چارواکی وایی: یو غیری مسوول مسلح ډله د ۱۲ ورځی راهیسی د دایکندی او غزنی لاره بند کړی دی.


د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، سید محمد هاشمی، د دایکندی ولایت میر امور ولسوال وایی: دغزنی او دایکندی لاری په بندیدو سره ددی ولسوالی اوسیدونکی صحی مراکزو ته لاسرسی نه لری او ډیرو مشکلاتو سره مخ سوی دی.
له بل لوری هم د دایکندی ولایت ولایتی شورا ځینی غړۍ ددی لاری مسدودیل تاییدوی او وایی چی دا ۶۰ کسیزه ډله، د سیمی دوه کسه هم د ځان سره وړی دی.
سهراب علی اعتماری، د دایکندی ولایتی شورا غړۍ و افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د ۱۲ ورځو راهیسی مسلح غیری مسؤول ډله د دایکندی ولایت میرامور ولسوالی لاره د غزنی ولایتی ناهور ولسوالی سره مسدود کړی او ۲ تنه د سیمی څخه د ځان سره وړی دی.

https://avapress.com/vdcgtt9qxak9nn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته