د ولسمشر محمد اشرف غني په مشری د ملي تدارکاتو کمیسیون د وروستي غونډې په لړ کې د ۲،۱۰۰ میلیون افغانیو په ارزښت د پنځه نوې پروژې تړونونه منظور شوي.
ارګ ماڼی په یوه بیان کې لیکلي، چې په منظور شویو پروژو کې د فواید عامې وزارت اړوند د کندهار ولایت له شورابک څخه تر سپین بولدک پورې د سړک جوړول، د فواید عامې وزارت اړوند د سمنګانو ولایت د دره صوف ولسوالۍ شباشک سړک جوړول چې تر ټولو ټيټ نرخ ورکونکی داودطلب منظور شو، او د کلیو پراختیا وزارت اړوند ۲۴ زیانمن شویو ولایتونو ته د ۲۴۰۰۰ تحکیماتي سیمي جالیو تدارک او لېږد شامل دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د نورې پروژې تړونونه چې په دغه غونډه کې منظور شول په کې د اریانا افغان هوايي شرکت اړوند د الوتکو، پرواز عملې او مسافرو د بیمې خدمتونو قرارداد او د فواید عامې وزارت اړوند له جبل السراج نه تر نجراب پورې د سړک د څارنې پروژې تعدیل د بیې په زیاتوالي سره شامل دي.
ارګ ماڼي په وینا، سربېره پر دې د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې د هلمند ولایت چاه انجیر نه تر ګرشک پورې د سړک پروژې د زماني مودې تمدید او له څپري نه تر سرخرود، کابل-جلال اباد سړک د څارنې پروژې زماني نېټه تائید کړه.
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر په همدې حال کې وایي، چې د هرات- چغچران- ګردندیوال سړک لومړۍ برخې ډیزاین او جوړولو قرارداد تمدید او دغه راز د تخار ولایت له فرخار نه تر ورسج پورې د سړک جوړولو قرارداد ورکړه ملي تدارکاتو کمېسیون رد کړه.
د ارګ ماڼي په وینا، د هرات- چغچران- ګردندیوال پروژه د قراردادي له لوري د ژمنو د نه عملي کولو او د کار د پڅوالي او د فرخار-ورسج سړک قرارداد د معیارونو د نه بشپړولو او د داوطلبۍ په وړاندېز شویو اسنادو کې د کمیو له امله کمېسیون تائید نه کړه.