د داخلی وزیر ویلی دی چی د افغانستان ملی پولیسو ۵ سلنه معاش ډیریدنه د سږ کال جدی میاشت څخه شروع کیږی.
د داخلی وزیر:
د پولیسو په معاش کی ډیروالی د راتلونکی میاشت څخه شروع کیږی
22 قوس 1396 ساعت 17:43
د داخلی وزیر ویلی دی چی د افغانستان ملی پولیسو ۵ سلنه معاش ډیریدنه د سږ کال جدی میاشت څخه شروع کیږی.
د آوا په ګزارش سره، ښاغلی برمک د داخله وزارت په یو ناسته کی وویل چی بیله حساب ورکونی مرستو وخت خلاص سوی دی نړیوال ټولنه د هغه پیسو په مقابل کی چی ورکوی یی، حساب غواړی. هغه زیاته کړه: که حساب ورنه کړای سو، مرستې به قطع سی.
ښاغلی برمک د نړیوال ټولنو مرستې اصلاحاتو پوری تړلی وبلل او وویل: فساد د قبول وړ نه دی. ټوله باید د اصلاحاتو رامنځته کولو او فساد له منځه وړلو لپاره هڅه وکړو.
جاوید کوهستانی، استخباراتی چارو پوه ۱ تلویزیون ته وویل: فساد په متمادی کلونو کی د امنیتی ځواکونو صفونو کی لوی مشکلاتو څخه دی او فساد له منځه وړلو سره به امنیت تامین او هراس افګنان به له منځه ولاړ سی او امنیتی ځواکونه به د جنګ په ډګرونو کی امکاناتو ته لاسرسی پیدا کړی.
ښاغلی برمک همدارنګه وویل: لکه څنګه چی وعده سو یوو، نړیوال ټولنه د پولیسو ۵ سلنه معاش ډیریدنه قبول کړی دی او قرار دی د سږ کال جدی میاشت څخه شروع سی.
د مطلب کود: 154742