کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

استخباراتي سپوږمیو د افغانستان ورکه شوي امپراطوري پیدا کړېده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 قوس 1396 ساعت 10:27


د ساینس مجلې د دسمبر په ١٣ یوه مضمون خپور کړیدی چې وایي امریکايي او افغان څېړونکو د استخباراتي مصنوعي سپوږمیو په وسیله د افغانستان د زرگونو کلونو د پخوانۍ تاریخي امپراطورۍ اثار موندلي دي

افغانستان د امنیتي ستونزو له کبله د تاریخي اثارو پیژندونکو (ارکیالوجسټان) لپاره یوه داسې هیواد دی چې تحقیق کول پکې ډیر مشکل دي خو بیا هم امریکایي او افغان څیړونکو ځینې داسې لرغوني سیمې په نښه کړیدی چې تراوسه پورې بل چا نه وې معلومې کړي.

دغو لرغونو ځایونو شاوخوا زر کاله ختیځ او لویدیځ د یوبل سره نښلولي و.

د تاریخي اثارو موندلو دا امیدونه پیدا کړیدي چې افغانان خپل کلتوري تاریخي میراث خوندي کړي.

د امریکا د بهرنو چارو وزارت د تاریخې اثارو د ماهرینو سره یو ځاې د مصنوعي سپوږمۍ د دغو معلوماتو په اړه تحقیق کوي. په دغو معلوماتو کې د امریکا د پوځي ډرون الوتکو په وسیله اخیسل شوي عکسونه هم شامل دي.

د تاریخي اثارو ماهرین په دی باور دي چې د دې سیمو په هکله د تحقېقاتو سره به د افغانستان تاریخ ژوندی شی.


د مطلب کود: 154759

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/154759/استخباراتي-سپوږمیو-د-افغانستان-ورکه-شوي-امپراطوري-پیدا-کړېده

آوا
  https://www.avapress.com