د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي وایي د وسله والو طالبانو د سرې قطعې یو بل ډلمشر هم د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی.
د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وایي، و لویدیځ فراه ولایت لپاره د طالبانو د سرې قطعې ډلمشر چې څو ورځې مخکې د هوایي برید په ترڅ کې ژوبل شوی وه، د اخیستو ټپونو له امله ساه ورکړه.
نوموړی زیاته کړه، چې د طالبانو دغه لوړپوړي ډلمشر پر وړاندې هوایي برید د لیندی په ۲۰ مه نیټه د خاک سفید ولسوالی اړوند په دیوار سرخ کلې کې ترسره شوه چې په ترڅ کې ۸ تنه وسله وال ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.
هغه وویل چې د طالبانو دغه لوړپوړي ډلمشر داود مزمل نومیده او د سرې قطعې د قومانداني ترڅنګ په دغه ولایت کې د طالبانو د پوځي کمیسیون مشری هم په غاړه درلود.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
فراه د افغانستان په لویدیځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د فراه په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.