د طالبانو ځینی جنګ وسیلی د امنیتی ځواکونو له لوری په لوګر کی کشف او ضبط سوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د لوګر پولیسو قوماندی یو خبرپاڼه کی راغلی دی: د لوګر مرکز پل علم ښار الوزی په سیمه کی د پولیسو خاصو قطعاتو یو عملیات په نتیجه کی د دولت مسلح مخالفانو مهماتو یو سرچینه کشف سو.
په دی مهماتو کی یو میل راکت د درو مرمیو سره، یو پایه هشتاد و دو د ۸۰ مرمیو سره، یو مخابره، دری لاسی بمونه، ۵ کیلو چاودیدونکی توکی، د ماین یو ریموت، د دهشکه مرمیو یو صندوق، ۶ مزایل او ځینی نور جنګ وسایل کشف او ضبط کړل سوی دی.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.