راپورنه وایی، د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د يو عملیاتو شپږ تنه د دولت مخالفینو وژل شوی دی.
فاریاب ولایت کی ۶ تنه وسله والو وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي
23 قوس 1396 ساعت 17:49
راپورنه وایی، د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د يو عملیاتو شپږ تنه د دولت مخالفینو وژل شوی دی.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندانۍ په دی اړه سرګندوی، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یو لړ عملیاتو په نتیجه کې ۱۲ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
سرچنیو زیاتیوی، چې د نوید هشت په نوم د عملیاتو په دوام کې ددغه ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د سرې کلا په کلي کې۶ تنه وسله والو طالبانو وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
دیاد وړدی، چی د یاد عملیاتو کی د سړک د غاړې ۱۱ ماینونه کشف او شنډ کړای شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
د مطلب کود: 154795