کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بامیان د توریزم عواید دوه چنده شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 قوس 1396 ساعت 11:29


 د بامیان ولایت مقامات وایي د روان کال په اوږدو کې د سیاحت د صنعت له درکه ددې ولایت عواید د تیرې یوې نیمې لسیزې په پرتله زیات لوړ شوي دي.
 
د بامیان ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست شمیرې ښیي چې د روان کال په ترڅ کې څه دپاسه ٣٥٠ زره داخلي او ٦٠٠ بهرنیي سیلانیان د بامیان ولایت ته تللي چې له درکه یې څه دپاسه ٥٢٥ میلیون افغاني عواید دې ولایت ترلاسه کړي دي.
 
د بامیان ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست سرپرست سید احمد حسین احمد پور د امریکا غږ ته وویل "سږکال د داخلي او بهرنیو سیلانیانو شمیر دوه چنده زیات شوی و چې له دې درکه د بامیان ولایت دکاندارانو، هوټلونو، لاسي صنایعو لرونکو او په مجموعي توگه د بامیان خلکو ته ٥٢٥ میلیون افغانۍ گټه رسیدلې ده".
 
بامیان د سلگونو تاریخي ابداتو او طبیعي منظرو په لرلو سره د هیواد یو امن ولایت دی.
 
په تیر لمریز کال کې دې ولایت ته ١٥٠ زره داخلي سیلانیان او نژدې ٢٠٠ بهرني سیلانیان ورغلي وو، خو د سږکال شمیرې څه دپاسه دوه چنده زیاتې شوې دي.
 
د ایرلند د هیواد نه بامیان تللی یو سیلاني چې سمیت نومیږي وایي د نړۍ څه دپاسه ٥٠ هیوادونو ته یې سفر کړی دی خو بامیان تر ټولو ښکلی دی. دغه بهرنی سیلاني وایي چې ددې سیمې جاذبه بیسارې ده.
 
په دې وروستیو کلونو کې په بامیان کې پنځه عصري هوټلونه او په لسگونو رستورانونه د پانگه والو له خوا د سیلانیانو پلاره جوړ شوي دي. ددغو هوټلونو مالکان وایي سږکال یې د زرگونو داخلي سیلانیانو د ورتگ په خاطر په سلگونو زره افغانۍ عاید کړی دی.
 
د بامیان په بازار کې د صفا په نامه هوټل مدیر عباس انوري وایي "سږکال د سیلاینانو او مسافرو شمیر خورا زیات و او داسې ورځې وې چې مونږ د خونو له کموالي سره مخامخ وو او سل خونې مو هم درلودلی ورته مو مشتریان درلودل".
 
بامیان چې د افغانستان د مرکزي ولایتونو له جملې نه دی بند امیر یې په یکه ولنگ ولسوالۍ کې موقعیت لري چې په ملي او بین المللي کچه شهرت لري. ددې ولایت صلصال اوشهمامه نړیدلې مجسمې، شهرغلغله او په لسگونو تاریخي آبدې او طبیعي منظرې د سیلانیانو د جذبولو مهم ځایونه دي.
 
ددې ولایت په سلو کې ٨٠ وگړي په کرکیله مصروف دي، چې د کرهڼې او د کچالانو د تولید له لارې خپل ژوند پرمخ بیایي، خو د سیلانیتوب د صنعت چارواکي وایي کیدای شي د سیاحت له درکه دا ولایت یو ثابت عاید ترلاسه کړي چې د سیمې خلک به په خپلو پښو دوریږي او د دولت عواید به هم له دې درکه زیات شي.


د مطلب کود: 154819

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/154819/د-بامیان-توریزم-عواید-دوه-چنده-شوي

آوا
  https://www.avapress.com