د نمایندګانو مجلس د ولسمشر له لوری د ۱۵۰ شمیری تقنینی فرمان له مخی د خارجی هیوادونو هلیکوپترانو او طیاراتو تنظیم قانون په اړه په ۴ فصل او ۲۷ ماده د اکثریت په رای تصویب کړ.
د افغانستان په قلمرو کی د خارجی هیوادونو نظامی هلیکوپترانو او طیارو الوتنې قانونی سو
25 قوس 1396 ساعت 20:48
د نمایندګانو مجلس د ولسمشر له لوری د ۱۵۰ شمیری تقنینی فرمان له مخی د خارجی هیوادونو هلیکوپترانو او طیاراتو تنظیم قانون په اړه په ۴ فصل او ۲۷ ماده د اکثریت په رای تصویب کړ.
د آوا په ګزارش سره، علی اکبر قاسمی د مجلس دفاعی کمیسیون غړۍ د نن په ناسته کی ددی قانون په اړه معلومات ارایه کړ او وویل چی دا قانون د طیارو او هلیکوپترانو الوتنو تنظیم په مقصد د ملی امنیت تامین لپاره طرحه سوی دی.
سربیره پردی چی ځینی نمایندګان په اړه یی ملاحظه درلود؛ خو په نتیجه کی دا قانون د ۱۱ کارتونو سره د نمایندګانو مجلس له لوری تایید سو.
دا قانون په داسی حال کی تصویبیږی چی مخکی له دی ډیر ځلی د هیواد په بیلابیلو برخو کی د ناپیژانده الوتنو په اړه خبری خپور سوی وو.
ګزارشونه شتون لری چی دا الوتکې د هیواد په بیلابیلو برخو کی ناسته کړۍ او یا مرستو بستی مسلح مخالفانو ته ویښلې دی.
د مطلب کود: 154875