دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۴۲
د مطلب کود : 154918
د جمهوررئیس غني په حضور کې د سرکونو د ترمیم او جوړولواو د برېښنا د انتقال درې موافقتنامې لاسلیک شوې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس محمد اشرف غني په حضور او د اقتصاد عالي شوراغونډې په پیل کې د غزني ـ کندهار سرک د ترمیم، د قیصار ـ دره بوم سرک د جوړولوپروژه او له کابل څخه ننګرهار او کنړ پورې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د انتقال لین موافقتنامې، نن له غرمې مخکې لاسلیک شوې .

په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد محمد سرور دانش او اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، په پیل کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د اسیاپراختیایي بانک سرپرستې شاني کمپبیل د غزني ـ کندهار سرک د ترمیم موافقتنامه لاسلیک کړه.

د غزني ـ کندهار سرک ترمیم موافقتنامه د ټرانسپورټ سکتور د لا پیاوړتیا لپاره د اسیا پراختیايي بانک له ۳۰،۳ میلیون ډالر  بلاعوضه مرستو څخه ده چې له ۳۰،۳ میلیون ډالرو څخه ۳۰ میلیون ډالر یې د اسیا پراختیایي بانک او ۰،۳ میلیون ډالر یې د افغانستان دولت له بودجې څخه تامینېږي.

وروسته د مالیې وزیر او د اسیا پراختیایي بانک سرپرستې د قیصار ـ دره بوم سرک جوړولو پروژې موافقتنامه لاسلیک کړه.

دغه سرک ۱۵۱ کیلومتره اوږدوالی لري او د اسیا پراختیایي بانک له ۳۳۰ میلیون ډالرو بلاعوضو مرستو تمویلېږي او جوړول یې د مرکزي اسیا د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو(   CAREC)د برنامې  د ستراتیژیو یوه برخه هم ده. په دې پروژه کې ۴ میلیون ډالر د افغانستان دولت له بودجې هم لګول کېږي چې  ټول۳۳۴ میلیون ډالر کېږي.

یاده پروژه فواید عامه وزارت تطبیقوي،و د ۲۰۱۸ کال په جنوري کې یې کار پیل او د ۲۰۲۲ کال تر ډسمبر پورې به دوام وکړي.

دغه راز، د هېواد د مالیې وزیر او د اسیا پراختیایي بانک سرپرستې، له کابل څخه ننګرهار او کنړ پورې د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د انتقال لین مواققتنامه هم لاسلیک کړه.

دا پروژه د افغانستان  دولت او اسیاپراختیایي بانک تر منځ د انرژۍ سکتور د لا پیاوړتیا لپاره د انرژي تامین د ښه والي د پانګونې  پروګرام څلورم قسط د  ۶۰ میلیون ډالرو بلاعوضه مرستو څخه ده.

د دې پروژې له بشپړولو سره له ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان څخه ۳۰۰ میګاواټه وارداتي برېښنا د هېواد ختیځ ته انتقالېږي. د هېواد په ختیځو سیمو کې  د ۱۰۰ میګاواټه په ظرفیت د لمریزې برېښنا پروژې چې د تطبیق او پلانولو په حال کې دي، وصلېږي. د افغانستان په ختیځ کې دوو صنعتي پارکونو ته د ډاډ وړ او دوامداره انرژۍ برابرېږي.  د نغلو ابي برېښنا بند پروژې څخه د  ۱۰۰ میګاواټه برېښنا وړاندې کول پیاوړي کېږي او همداراز  په ګاونډیو ولایتونو کې د برېښنا د انتقال لینونو سره  د نښلولو له لارې د برېښنا شبکې ثبات او د استوګنې، سوداګریزو او صنعتي ځایونو ته د ۳۰۰زره برېښنا په زیاتولو سره د ظرفیت  لوړول رامنځته کېږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdfo0fjyt0kn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته